افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د بې‌اسنادو موټرو د راټولولو بهیر پیل شو

د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ مسؤلین وایي، چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت له لوري د بې‌اسنادو او غیرقانوني موټرو د راټولولو لړۍ رسماً پیل شوې ده.

د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس مهال راډیو ته وویل، چې د ترافیکو مدیریت له لوري په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د بې‌اسنادو موټرو پر وړاندې د کنټرول بهیر پیل شوی او دا مهال په ګڼو سیمو کې د موټرو د تلاشي او کنټرول لپاره چیک‌پاینټونه جوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا، د یادو چیک‌پاینټونو پر مهال هغه موټرونه ودرول شول او ونیول شول، چې سټیکري نمبرپلېټ او جوازسیر یې نه درلود. همدارنګه هغه وسایط چې د جوازسیر قانوني موده یې پای ته رسېدلې وه، د ترافیکو منسوبینو له لوري تر پلټنې وروسته درول شول، څو خپل اسناد نوي کړي.

انس زیاته کړه، چې ټول نیول شوي موټرونه د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ پارکینګ ته انتقال شوي، تر څو د قانون له مخې خپل قانوني اسناد، نمبرپلېټ او جوازسیر تر لاسه کړي.

د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ وایي، چې د ترافیکي نظم ټینګښت او د قانون تطبیق په موخه به د بې‌اسنادو موټرو پر وړاندې دا ډول بهیر دوام ولري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button