افغانستان خبرونه

یعقوب مجاهد: د چا غلامي نه‌ منوو او له ټولو هېوادونو سره متقابل احترام غواړو

د ملي دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد، د پخواني شوروي اتحاد له افغانستانه د ځواکونو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې افغانستان د هېچا غلامي نه‌ مني او د هېچا فرمایشات به ونه‌ مني.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او هغه هېوادونه چې د ستونزو پلمې لټوي، باید د کړکېچونو له رامنځته کولو ډډه وکړي. د هغه په وینا، دا ډول ستونزې د هېڅ لوري په ګټه نه‌ دي.

د دفاع وزیر زیاته کړه چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي او هڅه کوي خپلې بهرنۍ اړیکې د سیاسي او اقتصادي تعامل له لارې پراخې کړي.

محمد یعقوب مجاهد همداراز ډاډ ورکړ چې له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی متوجه او اسلامي امارت د هغو ډلو د مهار وړتیا لري چې ښايي نورو هېوادونو ته امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.

هغه وویل، اسلامي امارت چمتو دی له هغو هېوادونو سره هم سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري چې پخوا یې پر افغانستان «یرغل» کړی و، څو اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ مخته ولاړې شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button