افغانستان خبرونهلوګر

د پروان امنیه قومانداني: د بګرام پر هوایي اډه د پاکستان د بمبار هڅه شنډه شوه

د پروان امنیه قومانداني وایي چې نن سهار د پاکستان پوځي رژیم د بګرام پر هوایي اډه د بمبار هڅه وکړه خو د دفاعي سیسټم له لوري دغه هڅه شنډه شوه او هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

د پروان امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د بګرام هوايي اډې فضايي حریم کې د پاکستان پوځي رژیم اړوند څو جیټ الوتکو د بمبار وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي: «د بګرام زړورو دفاعي او هوايي ځواکونو په سمدستي او مسلکي غبرګون سره د زیکو یو او دو میلو له دفاعي سیسټمونو په استفادې د دښمن تحرکات شنډ کړل او لازم او قاطع ځواب یې ورکړ.»

سرچینه زیاتوي چې تر دې مهاله په یاده سیمه کې هيڅ ډول ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی او وضعیت په بشپړ ډول د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د هېواد د فضايي حریم او ملي حاکمیت ساتنه یې اساسي او نه بدلېدونکی مسوولیت دی او هر هغه اقدام چې د افغانستان د خاورې، ولس او ارزښتونو پر ضد وي، په متناسب، قاطع او قانوني اقدام سره به ځواب شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button