افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې ۲۶ زندانیان آزاد او ۳۷ نورو ته د بند موده راکمه شوه

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم له مخې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د ۵ ښځینه زندانیانو په ګډون ۲۶ تنه له زندان څخه آزاد او ۳۷ نورو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

په همدې موخه د لوګر په زندان کې جوړې شوې غونډې ته د لوګر د استیناف محکمې رئیس شیخ محمد ګلاب فاروقي وویل، هغه ۲۶ تنه بندیان چې د بېلابېلو جرمونو په تړاو یې د بند شپې او ورځې تېرولې، د ځانګړي فرمان له مخې له بنده خوشې او خپلو کورونو ته ستانه شول.

بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور د یادې پرېکړې هرکلی وکړ او له آزادو شویو بندیانو یې وغوښتل، چې له خپلو کورنیو سره یوځای خپل عادي ژوند ته مخه کړي او په راتلونکي کې له هر ډول سرغړونو ډډه وکړي.

د چارواکو په وینا، دا مهال په لوګر زندان کې شاوخوا ۱۸۸ تنه ښځینه او نارینه بندیان د بېلابېلو جرمونو له امله د بند شپې او ورځې تېروي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button