افغانستان خبرونهلوګر

د لوګر ولسونو د پاکستان بریدونه وغندل او د هېواد د دفاع ملاتړ یې وکړ

د لوګر ولایت سلګونو اوسېدونکو په مرکز پل‌علم ښار کې د یوه لاریون په ترڅ کې پر افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم وروستي بریدونه په کلکه وغندل او له افغان امنیتي ځواکونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

لاریون کوونکو وویل، د پاکستان له لوري د افغانستان د فضایي حریم نقض او پر ملکي سیمو بریدونه د منلو وړ نه دي او دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب د اړیکو خلاف دي.

دوی ټینګار وکړ چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې شي.

لاریونوالو همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ضد د ترسره کېدونکو بریدونو او د حریم د نقض مخه ونیسي او د دې ډول کړنو پر وړاندې جدي دریځ غوره کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د هېواد په یو شمېر سیمو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button