
لوګر والي: کابل کې پر روغتون شوی برید به بېځوابه پاتې نه شي
د لوګر والي، قاري صلاحالدین ایوبي، د کابل ښار د تېرې شپې هغه هوایي برید، چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د معتادینو د درملنې پر روغتون ترسره شوی، یو «بشري ضد عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې دغه برید به بېځوابه پاتې نه شي.
د والي له دفتره رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد برید د روژې مبارکې میاشتې په شپو کې پر یوه روغتیايي مرکز ترسره شوی، چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې پر روغتونونو، ناروغانو او ملکي وګړو برید د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو بشري اصولو ښکاره نقض دی.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، چې د دې پېښې قربانیان بېګناه خلک دي او دا برید د ټولنې پر تر ټولو زیانمن قشر ترسره شوی، چې هېڅ ډول توجیه نه لري.
د لوګر والي خبرداری ورکړی، چې دا ډول پېښې به بېځوابه پاتې نه شي او د هېواد د خلکو پر وړاندې به د هر ډول تېري پر وړاندې کلک غبرګون وښودل شي.
د یادونې وړ ده، چې تېره شپه د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د کابل ښار د معتادینو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون هوایي برید شوی، چې د وروستیو شمېرو له مخې پکې شاوخوا ۴۰۰ کسان شهیدان او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي.



