
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې د ناپېژانده کسانو په برید کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي
د لوګر ولایت په مرکز پلعلم ښار پورې اړوند د حصارک په سیمه کې تېره شپه د نامعلومو وسلهوالو په برید کې د موسی په نوم د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان محمد سنګین مهال راډیو ته ویلي، په دې پېښه کې د کور مشر محمد موسی، د هغه مېرمن او دوه زامنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې په اړه د امنیتي ځواکونو له لوري ژورې پلټنې روانې دي.
بلخوا، د لوګر د والي ویاند مولوي میرویس ابدالي مهال راډیو ته ویلي، چې د یادې پېښې په تړاو درې مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او په دې اړه لا هم جدي پلټنې دوام لري.



