افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې په ۲۰۰ میلیون ډالرو د اوسپنې ويلې کولو او پروسس فابریکه جوړیږٍي

د لوګر محمدآغې ولسوالۍ صنعتي ښارګوټي کې د اوسپنې ویلې کولو یوې سترې فابریکې د جوړېدو چارې پیل شوې.

د اسلامي امارت مسوولان وايي، دغه فابریکه چې د رحیم ګردیزي ګروپ په پانګونه جوړیږي، ټاکل شوې د اوسپنې ویلې کولو او پروسس په برخه کې په لوړ معیار او ښه کیفیت تولیدات وړاندې کړي.

د یادې فابریکې د بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد، ولایتي چارواکو، ملي سوداګرو او یو شمېر پانګوالو ګډون کړی وو.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د رحیم ګردیزي ګروپ استازي محبوب‌الله ګردیزي وویل، دغه فابریکه به د هېواد په کچه د اوسپنې ویلو کولو په برخه کې مهم رول ولوبوي او د جوړېدو چارې به یې په راتلونکو څلورو کلونو کې بشپړې شي.

د نوموړي په وینا، د فابریکې په فعالیت سره به زر کسانو ته په مستقیم ډول او شاوخوا ۱۰ زره نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

اخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د دې فابریکې د چارو پیل د هېواد صنعتي سکتور لپاره مهم پرمختګ وباله او ویې ویل، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته پانګوالو ته د پانګونې بې‌ساري فرصتونه برابر شوي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري په تېر یوه کال کې صنعتي ښارګوټو ته سل زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې چې د پانګونې او صنعت ودې لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

همداراز د لوګر مرستیال والي مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین د دغې پروژې پیل د لوګر او هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره مهم وباله او د فابریکې له مسوولانو یې وغوښتل چې د استخدام پر مهال د لوګر ځوانانو ته لومړیتوب ورکړي.

په همدې حال کې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي وویل، دامهال د محمدآغې صنعتي ښارګوټي کې ۸۴ شرکتونو ته ځمکې وېشل شوې چې له ډلې یې د ۳۵ فابریکو عملي چارې روانې دي.

د چارواکو په خبره، د محمدآغې صنعتي ښارګوټي د پراختیا لپاره زر جریبه نوره ځمکه هم ځانګړې شوې چې په نږدې راتلونکې کې به پر پانګوالو ووېشل شي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button