
لوګر کې د جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي
د لوګر امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، چې د لوی اختر په شپو او ورځو کې د دغه ولایت په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې د جلا جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۷ کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي سلطان محمد سنګین، مهال راډیو ته ویلي چې په دغو پېښو کې سراچه او کرولا ډوله موټرونه او همدارنګه موټرسایکلونه ښکېل دي.
د نوموړي په وینا، ډېری پېښې د لوګر پر عمومي لارو، په ځانګړې توګه د لوګر–کابل او لوګر–پکتیا پر لویو لارو رامنځته شوې دي.
سنګین زیاته کړه، چې د دغو ترافیکي پېښو عمده لاملونه زیات سرعت، بېاحتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول دي. د هغه په خبره، د اختر په ورځو کې د خلکو د تګ راتګ زیاتوالی او د سړکونو ګڼه ګوڼه هم د پېښو د زیاتېدو له مهمو عواملو څخه شمېرل کېږي.
د مسؤلینو په وینا، ټپیان د ترافیکو د پرسونل له لوري نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د لوګر د ترافیکو مسؤلینو له موټر چلوونکو غوښتي چې د سفر پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي، له ټاکلي سرعت څخه لوړ موټر ونه چلوي او د ترافیکي اصولو او مقرراتو پابندي وکړي، ترڅو د ورته پېښو مخه ونیول شي.



