
جاپان افغانستان کې د پراختیايي پروژو لپاره ۳۵ میلیون ډالر ځانګړي کوي
د اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې د جاپان سفیر کینیچي ماسا موتو د دغه وزارت له وزیر قاري دینمحمد حنیف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او بشري مرستو زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، ماسا موتو ویلي چې جاپان افغانستان ته د بشري او پراختیايي مرستو دوام ته ژمن دی او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته یې د افغانستان له خلکو سره د ۵۶۰ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې روان کال هم د جاپان له لوري د افغانستان خلکو ته په ټوله کې د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت بېلابېلې پروژې په پام کې نیول شوې دي. همدارنګه ټاکل شوې چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د کوچنیو بندونو (چک ډیمونو) جوړولو، د اوبو د مدیریت او د کابل ښار د څښاک اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره جاپان د ۹.۳ میلیون ډالر مالي مرسته هم وکړي.



