افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د ولسي شخړو د هواري کمیسیون رسمي فعالیت پيل کړ

د لوګر ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ، د ولسي منازعاتو د حل کمېسیون د لومړي ځل لپاره خپل رسمي فعالیت پیل کړ.

د کمېسیون د فعالیت د پیل په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د لوګر مرستیال والي، مولوي انعام‌الله صلاح‌الدین وویل، چې یاد کمېسیون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ولسي شخړو او منازعاتو د هواري په موخه رامنځته شوی دی.

د نوموړي په وینا، د ولایت مقام، د علماوو شورا، د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر ریاست، امنیې قومانداني، د ارشاد، حج او اوقافو ریاست، استخبارات او یو شمېر نورې اړوندې ادارې د دغه کمېسیون غړیتوب لري.

مرستیال والي زیاته کړه، د کمېسیون د جوړېدو اساسي موخه د ولسي شخړو، د قتل قضیو، قومي دښمنیو او د خلکو د حقوقي او ټولنیزو ستونزو حل او هوارول دي، څو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خلکو ته پر وخت او عادلانه رسېدنه وشي.

په همدې حال کې د کمېسیون غړو ژمنه وکړه، چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې به د اختلافاتو او منازعاتو د حل لپاره له پوره دقت، عدالت او بې‌طرفۍ څخه کار اخلي.

د یادونې وړ ده، چې د ځایي چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په تېرو کلونو کې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه اوږدمهاله شخړې او دښمنۍ په سوله‌ییز ډول هوارې شوې دي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button