
پل علم ښار کې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري سړک د جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت د پل علم ښاروالۍ وایي، د ولایت په مرکز پل علم ښار کې د نږدې ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري سړک د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د پل علم ښاروال، مولوي محمد شاکر ثاقب، وویل چې دغه سړک د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې تمویلېږي او په بشپړېدو سره به د سیمې شاوخوا ۱۵۰۰ کورنیو ته د تګ راتګ مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.
ثاقب وویل، چې دغه سړک یو کیلومتر اوږدوالی او ۲۰ متره سور لري. د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې د پلي لارو، ګلدانونو او جویچو جوړول هم شامل دي او ټاکل شوې ده چې چارې یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې شي.
د لوګر ولایت مرستیال والي، مولوي انعام الله، د پروژې د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل، دا مهال په ولایت کې د ۳۵ بنسټیزو پراختیايي پروژو چارې روانې دي، چې په بشپړېدو سره به یې خلکو ته د عامه خدمتونو او بنسټیزو اسانتیاوو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې پل علم ښاروالۍ د روان ۱۴۰۵ کال لپاره د ۱۰ پراختیايي پروژو د پلي کولو پلان اعلان کړی، چې یاد سړک یې له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي.



