
افغانستان خبرونهلوګر
لوګر کې ترافیکي پېښه؛ دوه ماشومان مړه او پنځه تنه ټپیان شول
د لوګر ولایت په مرکز، د قلعه سید حبیب الله په سیمه کې د کرولا ډوله موټر او ریکشې ترمنځ د ټکر له امله دوه ماشومان مړه او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي سلطان محمد سنګین، مهال راډیو ته وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې دوه ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور کسان ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه، د لوګر د ټرافیکو مدیریت کارکوونکو ټپیانو ته لومړنۍ روغتیايي مرستې برابرې کړې او د درملنې لپاره یې کنجک روغتون ته لېږدولي دي.
چارواکي وایي، د پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکي بېاحتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعتول دي.



