
افغانستان خبرونهبیارغونهلوګر
لوګر ازرې ولسوالۍ کې په ۲۳ میلیونه افغانیو یو پل جوړیږي
د لوګر د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وایي، د ازرې ولسوالي د جانوخېلو په کلي کې د موټرو د تګراتګ لپاره د یوه اوسپنیز کانکریټي پل د جوړولو چارې پیل شوي چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې د زرګونو اوسېدونکو د تګراتګ ستونزې راکمې شي.
د لوګر د کلیوبیارغونې او پراختیا رییس مولوي نورالله «حکمت»، وایي، دغه پل ۶۳ متره اوږدوالی او پنځه متره سور لري او د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د پل په جوړېدو سره به د جانوخېلو او شاوخوا سیمو د اوسېدونکو لپاره د موټرو د تګراتګ اسانتیاوې رامنځته او د سیمې د خلکو د ترانسپورتي ستونزو یوه برخه هواره شي.
حکمت وایي، د پل د جوړولو له چارو څخه به په منظم ډول څارنه کېږي، څو پروژه د ټاکل شوو معیارونو او تخنیکي اصولو له مخې په اساسي او معیاري ډول بشپړه شي.



