
لوګر کې ۷۰ زره غواګانو ته د «لمپي سکېن» واکسین کمپاین پیل شو
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غواګانو د «لمپي سکېن» یا د پوستکي غوټې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین عملي کمپاین پیل شو.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمر، ډاکټر ثناالرحمن ثنایي مهال راډيو ته وویل، چې د دغه کمپاین له لارې به شاوخوا ۷۰ زره غواګانې واکسین شي، څو د لمپي سکېن ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي، د څارویو روغتیا خوندي او مالداران له احتمالي اقتصادي زیانونو وژغورل شي.
د نوموړي په وینا، د دغه کمپاین موخه په ځانګړي ډول له بېوزلو مالدارانو سره مرسته او د غواګانو د پوستکي غوټې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه ده.
ثنایي له مالدارانو وغوښتل چې په خپلو سیمو کې له ساحوي روغتیايي او وترنري ټیمونو سره همکاري وکړي او خپل غواګانې واکسین ته حاضرې کړي، څو د واکسین له پروسې څخه کوم حیوان پاتې نه شي.
هغه زیاته کړه چې د کمپاین د تطبیق پر مهال ساحوي وترنرانو ته سپارښتنه شوې چې واکسینونه د ټاکل شوي پلان او وترنري اصولو له مخې تطبیق کړي او د واکسین د ساتنې، انتقال، سړې ځنځیر، دوز او تطبیق اصول په بشپړ ډول مراعات کړي.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي، تېر کال هم په دغه ولایت کې زرګونو غواګانو ته د لمپي سکېن ناروغۍ پر وړاندې واکسین تطبیق شوی و.



