افغانستان خبرونهلوګر

هیواد کې د بریښنایي رسنیو له کارونې سره سم د کتابونو راکړه کمرنګه شوې

بریښنایي رسنۍ د معاصرې نړۍ یوه مهمه برخه ده، چې د برېښنا او ټکنالوژۍ له لارې د خلکو ترمنځ زده‌کړې او معلومات تبادله کوي.

د یادو رسنیو کارونکي وایي، دا رسنۍ د نړۍ خلک سره نښلوي، او د خبرونو او معلوماتو د خپرولو تر ټولو چټکه او فعاله وسیله ده.

په افغانستان کې د برېښنايي رسنیو د چټک پرمختګ او کارونې له امله د کتابونو فزیکي راکړه ورکړه د پام وړ راکمه شوې ده.

د لوګر ولایت یو زده کړیال علي زاده وايي چې  بریښنایي رسنۍ، په ټوله نړۍ کې د خلکو د استعمال وړ ګرځېدلې ده او په هیواد کې هم ډيری لوستي ځوانان د برېښنایي رسنیو له لارې خپل مالومات تبادله کوي او په ورځیني ژوند کې ترې ګټه اخلي.

هغه په ځوانانو غږ کوي چې برېښنایي رسنۍ د زده کړو او انلاین کاراوبار لپاره تر ټولو غوره ادرس شمیر کیږي.

«د انټرنټ له لارې ډېره معلوماتوته لاس رسی اسانه شوی دی، خلک ډېر زیات ځیرک مبایلونه کاروي او تل په موبایلونو کې مصروف وي. د دې حالت له امله کتاب اخیستل او مطالعې ته وخت ورکول کم شوي دي.

د نړۍ د پرمختګ سره سم چې (چټ جی‌پي‌ټي) او (AI) رامنځته شول، خلک هڅه کوي چې له همدې لارې انلاین درسونه، کتابونه او سوداګریز کارونه پرمخ یوسي. له همدې امله په بازارونو کې د کتابونو راکړه ورکړه کمه شوې ده، ډېر کتابونه نه پیدا کېږي او که پیدا شي، قیمت یې لوړ وي چې هر څوک یې د اخیستلو توان نه لري.»

بلخوا د لوګر ولایت اوسېدونکې او انګلیسي ژبې زده کړیاله ۲۳ کلنه ستاره وایي چې برېښنایي رسنیو په ټوله نړۍ کې د پام پرمختګ کړی ده او په کور دننه د نارینو ترڅنګ نجونې هم د زده کړو او کاراوبار لپاره ترې ګټه اخلي.

کلېپ « زه د بریښنایي رسنیو له لارې ډېره مطالعه کوم او د موبایل یا کمپیوټر په مرسته خپلې اړتیاوې پوره کوم. کوم کتابونه چې راته مهم وي، د بریښنایي رسنیو له لارې یې ترلاسه کوم. ما دې ته ځکه مخه کړې چې په لږ وخت او لږ لګښت یې تر لاسه کړم. که د کتابونو د راکړې ورکړې فرهنګ بېرته ژوندی شي او خلکو ته د کتابونو اهمیت وروپېژندل شي، امکان لري چې د کتابونو بازار بېرته پیاوړی شي.»

د لوګر ولایت د ځوانانو ټولنیز فعال محمد اسماعیل هم مني چې په دې ورستیو کې په افغانستان کې د کتابونو فزیکي راکړه ورکړه د پام وړ کمه شوې ده.

هغه وايي چې اوس مهال ټېکنالوژۍ او برېښنايي رسنیو دومره وده کړې ده چې په یوه موبایل کې زرګونه کتابونه ځای پر ځای کېدلای شي او هر وخت او هر ځای کې چې وغواړي کولای شې ورته اسانه لاس رسی پیدا کړې.

«زه له بریښنایي رسنیو ډېره استفاده کوم، ځکه چې هر ځای او په لږ لګښت سره ترې ګټه اخستلی شم. د ټولنیزو رسنیو له لارې کتابونه ډېر ژر ترلاسه کوم او هر ځای ترې استفاده کولی شم. کله چې ټولنیزې رسنۍ  رامنځته شوې، نړۍ پرمختګ وکړ او خلکو ورته مخه کړه.»

کابل کې د یوې کتاب خونې مسؤل ذاکرالله وایي چې په دې ورستیو کې د برېښنایي رسنیو د چټک پر مختګ له امله په ټوله نړۍ کې د کتابونو په راکړه ورکړه منفي اغیزې کړي دي.

دی وایي ډيری ځوانان چې حتی د ښوونځي او پوهنتون زده کوونکي هم دي له ټولنیزو رسنیو له لارې له برېښنایي کتابونو کار اخلي او کتاب خونو ته د کتابونو رانیولو لپاره نه ځي.

«زه درې کاله کېږي چې کتاب‌خانه لرم، خو اوس د کتابونو راکړه ورکړه ډېره کمزورې شوې ده. حتا هغه شاګردان چې په مکتبونو او پوهنتونونو کې محصلین دي، له بریښنایي رسنیو استفاده کوي او د کتاب له مطالعې ډډه کوي پر ځای د دې چې کتاب واخلي، کوښښ کوي موبایلونه او نور وسایل واخلي او خپل وخت پرې تېر کړي. دا کار په راتلونکي کې پر دوی منفي اغېز لري. د حل لاره یې دا ده چې والدین او استادان شاګردان مطالعه کولو ته وهڅوي تر څو د کتابونو راکړه ورکړه بیا پیاوړې شي.»

ذاکرالله په حکومت او دغه راز د ماشومانو او ځوانانو په کورنیو غږ کوي چې د کتابونو مطالعې دود پیاوړتیا په موخه ځوانان دېته وهڅوي چې په فزیکي دول کتابونه له بازار څخه راونیسي او مطالعه یې کړئ.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button