
لوګر کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د «اتحاد چرخ» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په چرخ ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د ۱۸ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې دي.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر، انجنیر مزمل نعیمزي، مهال راډیو ته وویل چې یادې سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت په نوښت او د فوټسال فدراسیون په تخنیکي همکارۍ د درېیو پړاوونو په توګه ترسره شوې.
نوموړي زیاته کړه، د ټورنمنټ موخه د فوټسال ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او د دوی ظرفیت لوړول دي.
ده وویل، په پایلوبه کې د «پیروزي لوګر» او «اتحاد چرخ» لوبډلې یو بل سره مخامخ شوې او د اتحاد چرخ لوبډلې د لوړې پایلې په ترلاسه کولو سره وتوانېدل چې د سیالیو اتلولي خپله کړي.
د سیالیو په وروستیو شېبو کې د لوګر ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د لومړي مقام ګټونکي اتحاد چرخ او د دوهم مقام ګټونکي پیروزي لوګر لوبډلو ته مدالونه، ستاینلیکونه، اتلولۍ کپونه او ورزشي توپونه ورکړل شول.



