لوګر

د لوګر په مرکز پل‌علم کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

د لوګر د پوهنې ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار د کډوالو ښارګوټي یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.

د لوګرد پوهنې ریاست ویاند شاه‌پورعرب مهال راډيو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) له لوري د دغه ولایت مرکز پل‌علم ښار اړوند د کډوالو ښارګوټي کې د «صلاح‌الدین ایوبي» په نوم یوه ښوونځي ته معیاري ودانۍ جوړه شوه.

هغه زیاته کړه، دغه ودانۍ چې په عصري او مجهز ډول جوړه شوې، ۱۶ درسي ټولګي، پنځه اداري خونې، د غونډو تالار، کمپیوټرلېب، لابراتوار، د لمریزې برېښنا او اوبو منظم سیسټمونه، د اوبو څاه، د لاس مینځلو ځانګړي ځایونه، کانکرېټي کثافت‌دانۍ، احاطوي دېوال، ورزشي میدانونه، شنې او تفریحي ساحې، د اوبو کانکرېټي او اوسپنیزې ذخیرې، پلې لارې، لس غرفه‌یي عصري تشنابونه، سپټیک څاه او نور اړین ملحقات لري.

د نوموړي په خبره، د صلاح‌الدین ایوبي لومړنی ښوونځی دوه کاله مخکې د لوګر د پوهنې ریاست له خوا تاسیس شوی او دا مهال په‌کې شاوخوا۷۰۰ زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

عرب وویل، پوهنې ریاست هڅه کوي له پوهنې وزارت سره په همغږۍ د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ په روان کال کې د شاوخوا ۲۵ ښوونځيو ودانۍ بیاورغوي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال په لوګر ولایت کې له ۲۸۳ دولتي ښوونځیو څخه ۷۰ یې ودانۍ نه لري او شاوخوا ۱۰۰ ښوونځي بیارغاونې ته اړتیا لري.

 

 

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button