
لوګر ۳۰۰ بستریز روغتون کې د وینې بانک او فیزیوتراپي څانګه پرانیستل شوه
د لوګر ولایت د نائب امینالله خان لوګري ۳۰۰ بستریز (کنجک) روغتون کې د لومړي ځل لپاره د وینې مجهز بانک او د فیزیوتراپي عصري څانګه، چې د جوړولو او تجهیز لګښت یې څه باندې ۱۰ میلیونه افغانۍ کېږي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر مرستیال والي، مولوي انعامالله صلاحالدین، د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل چې د وینې بانک او فیزیوتراپي څانګې فعالېدل په ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د درملنې د کیفیت د لوړولو په برخه کې مهم او ارزښتناک ګام دی.
بلخوا، د لوګر د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک، وویل چې د دغو دواړو څانګو د جوړولو او تجهیز لپاره څه باندې ۱۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې د عامې روغتیا وزارت له بودجې څخه تمویل شوي دي. د نوموړي په وینا، یادې څانګې د عصري معیارونو له مخې جوړې او سمبالې شوې دي.
د مسؤلینو په وینا، د وینې بانک او فیزیوتراپي څانګو په فعالېدو سره به د وینې اړتیا لرونکو ناروغانو او د فیزیوتراپي مراجعینو ته معیاري، پر وخت او اغېزمن روغتیايي خدمات وړاندې شي. همداراز به د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته د ناروغانو د تګ اړتیا هم کمه شي.



