
لوګر کې ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي
د لوګر ولایت په مرکز اړوند د ګمبزې سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس، مهال راډیو ته ویلي چې دا پېښه تېره ورځ مازدیګر هغه مهال رامنځته شوې، چې یو سراچه ډوله موټر له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
انس زیاتوي چې د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د لوګر امنیه قوماندانۍ د ټرافیکو مدیریت منسوبین د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال کړي دي.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند د پېښې لامل د موټر چلوونکي تېز رفتار او بېاحتیاطي بللې او له موټرچلوونکو یې غوښتي چې د ترافیکي اصولو په مراعاتولو سره د ځان او نورو خلکو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.



