
لوګر کې د «کروندې» ورځ ولمانځل شوه
لوګر ولایت کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د مرکز پل علم په «کوډلي» سیمه کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولینو سربېره د دغه ولایت د یو شمیر ادارو مسؤولینو، مؤسساتو استازو او کروندګرو ګډون کړی وو.
د کرنې او مالدارۍ ریاست رئیس، مولوي شیر آقا پیر حبیب الرحمن وویل، لوګر ولایت د پخوا په پرتله د کرنې او مالدارۍ برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوې دي.
هغه وویل، لوګر کې د کرنیزو تخمونو تولید برخه کې پنځه شرکتونه فعالیت لري چې تراوسه پورې یې کروندګرو ته ۷۸۰ ټنه اصلاح شوی تخم تولید کړی ده.
بلخوا د کرنې وزارت د تحقیقاتو رئیس ډاکټر رفیع الله باوري وویل، دغه ورځ هر کال د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې لمانځل کیږي او موخه یې اصلاح شویو تخمونو ته د کروندګرو لاس رسی ده.
باوري زیاتوي، اصلاح شوي تخمونه د کم مصرف او لوړ حاصل لامل ګرځي، او د وزارت تحقیقاتي مرکزونه هم د بېلابېلو تخمونو تجربه کوي تر څو غوره ډولونه بازار ته وړاندې شي.
د همدې غونډې یوه ګډونوال او د لوګر لایت بزګر روح الله مهال راډیو ته وویل، کرنې او مالدارې وزارت ته پکار ده چې د لوګر ولایت بزګرانو ته د عصري کرکېلې په اړه عامه پوهاوی، وسایل او د کرنیزو محصولاتو د خوندي ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي.