افغانستان خبرونهلوګر

لوګر نایب امين‌الله خان لوګري روغتون کې د باکتریالوژي څانګه پرانېستل شوه

د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست مسؤولین وايي چې د لومړي ځل لپاره د لوګر نائب امین الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون کې د شاوخوا ۶۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د باکتریالوژي څانګه پرانېستل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رئیس، ډاکټر وحدت «الکوزي» جوړې شوې غونډې ته وویل، د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه د لارښوونې له مخې به د لوګر روغتیا برخه کې مثبت بدلون رامنځته شي

هغه وویل،د لوګر نائیب امین الله خان لوګري ۳۰۰ بستریز روغتون کې د باکتریالوژي څانګه فعاله شوه او ډير ژر به تخصصي برخه هم فعاله شي او د ولسوالیو په کچه به لوی لوی معیاري روغتونونه جوړ شي.

د لوګر عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک «ځیرک» وویل: زموږ موخه د صحت برخه کې د خلکو خدمت دی، پوره هڅه کوو، چې کنجک روغتون کې د لوګر په ګډون میدان وردګ، کابل سوېل ختیځ زون اوسېدونکو ته معیاري خدمات وړاندې کړو.

ځيرک زیاتوي چې ياد روغتون ته په بېلابېلو برخو کې د «۳۰۰» زره امريکايي ډالرو په ارزښت وسايل او تجهزات اخیستل شوي دي، چې له دې جملې څخه يې د بکتريالوژي څانګه وه، چې نن د شاو خوا «۶۵» زره امريکايي ډالرو په لګښت پرانیستل شوه.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button