افغانستان خبرونهلوګر

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمنۍ هواره شوه

د لوګر ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د بره‌کي‌برک ولسوالۍ اړوند د «شاه‌مزار» په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه پخوانۍ دښمني د سیمه‌ییزو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په سوله‌ییزه توګه هواره شوه.

د لوګر د والي ویاند صدیق احمد صدیقي مهال راډیو ته وویل، یاده دښمني د بره‌کي‌برک ولسوال مولوي محمددیدان «صابر» او د سیمې د قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.

نوموړي زیاته کړه، دغه شخړه د ټولنیزو ستونزو له امله رامنځته شوې وه، خو دواړو لورو د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې له دې وروسته به د دښمنۍ پر ځای دوستي او ورورولي پالنه کوي.

د صدیقي په وینا، په دې ناسته کې چې سیمه‌ییزو چارواکو، علماوو او قومي مشرانو ګډون کړی و، د لوګر ولایت یو شمېر علماوو او مشرانو د دښمنۍ پر ناوړو پایلو او د روغه جوړې پر اهمیت خبرې وکړې او دا اقدام یې د ټولنیز یووالي او ثبات لپاره مهم وباله.

سیمه‌ییز چارواکي ټینګار کوي، چې دا ډول سوله‌ییزې هڅې د ټولنې د یووالي، امنیت او دوامدارې سولې په ټینګښت کې مهم رول لري.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button