افغانستان خبرونه

ډیکارلو: د پاکستان د هوايي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره شریکه شي

په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو ویلي چې پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او نورو اړخونو سره راپورته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي له نوموړې سره ټیلیفوني خبرې کړي دي. په دې مکالمه کې متقي د پاکستان له لوري په پکتیکا او ننګرهار ولایتونو کې د ترسره شویو هوايي بریدونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د راپورونو له مخې، د تېرې یکشنبې په شپه د پاکستان پوځي ځواکونو په پکتیکا کې پر یوې مدرسې او په ننګرهار کې پر استوګنیزو سیمو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې په ننګرهار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۱۳ غړي شهیدان شوي، پنځه تنه نادرکه دي او نهه نور ټپیان شوي دي.

متقي ویلي، په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان له لوري په مکررو بریدونو کې یوازې ملکي وګړي زیانمن شوي او هېڅ داسې وسله‌وال نه دی وژل شوی چې پاکستان یې د شتون ادعا کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې په افغانستان کې وسله‌والې ډلې شتون نه لري او د کور ډیپلوماتیک په ګډون ټول اړخونه کولای شي د وروستي برید ځای ته ورشي او وضعیت له نږدې وګوري.

بلخوا، ډیکارلو په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې ژوره خواشیني څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی چې دا موضوع به د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو او نورو اړخونو سره شریکه کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ټیلیفوني مکالمه کې د دوحې د ناستو، کاري ډلو او نورو اړوندو مسایلو په تړاو هم خبرې شوي او دواړو لورو هیله څرګنده کړې چې د شته پرمختګونو ترڅنګ به ګډو هڅو ته دوام ورکړي.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button