افغانستان خبرونهلوګر

د لوګر په مرکز کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د قتل عاملین ونیول شول

 د لوګر ولایت امنیتي مسؤلین وایي، هغه دوه تنه چې څو ورځې وړاندې یې د دې ولایت د مرکز اړوند حصارک سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي وو، نیول شوي دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي سلطان محمد سنګین وايي، چې یاد کسان د امنیتي ځواکونو د پرله‌پسې هڅو په پایله کې لومړی پېژندل شوي او وروسته نیول شوي دي.

د نوموړي په وینا، نیول شویو کسانو د لومړنیو پلټنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړی او څرګنده کړې یې ده چې د دې جنایت اصلي انګېزه غلا وه.

سنګین همدارنګه زیاته کړه، چې د لوګر کشفي او امنیتي ارګانونه د امنیت د ټینګښت او قانون د پلي کولو په برخه کې جدي اقدامات کوي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې عامه نظم ګډوډ کړي.

د نیول شويو کسانو د اعترافاتو له مخې، هغوی د غلا په نیت کور ته داخل شوي وو، خو کله چې د کورنۍ غړو وپېژندل، نو د شواهدو د له منځه وړلو لپاره یې د کورنۍ ټول غړي (پلار، مور او دوه ماشومان) په ډزو وژلي دي.

چارواکي وایي، د پېښې د عاملینو دوسیه د لا ډېرو څېړنو او د شرعي سزا د تطبیق لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې ده.

اړونده مقاله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button