
لوګر کې د پراختیايي پروژو د څارنې لپاره ګډ پلاوی وټاکل شو
د لوګر ولایت د ولایتي پرمختیايي کمېټې (PDC) په غونډه کې، چې د مرستیال والي الحاج شیخ انعامالله «صلاحالدین» په مشرۍ جوړه شوې وه، د پراختیايي پروژو د لا اغېزمنې څارنې او مراقبت لپاره یو ګډ نظارتي پلاوی وټاکل شو.
د غونډې پر مهال مرستیال والي د دولتي ادارو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د شته امکاناتو او سرچینو په اغېزمنې استفادې سره د پراختیايي پروژو د تطبیق بهیر چټک کړي او خلکو ته غوره او پر وخت خدمات وړاندې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې ټولې انکشافي چارې باید د لوړ کیفیت له معیارونو سره سمې ترسره شي او قراردادي شرکتونه مکلف دي چې پروژې د منظور شویو تخنیکي مشخصاتو (BQ) له مخې په دقیق او معیاري ډول پلې کړي.
د پرېکړې له مخې، یاد ګډ نظارتي پلاوی به د اقتصاد ریاست تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي او د لوګر ولایت په کچه به د ټولو روانو او راتلونکو پراختیايي پروژو له تطبیق څخه دوامداره څارنه کوي.
د مسؤلینو په وینا، د دغه پلاوي اساسي موخه دا ده چې پراختیايي پروژې په ټاکلي وخت، کیفیت او کمیت سره بشپړې شي او د خلکو اړتیاوو ته اغېزمن ځواب ووایي.



