
د لوګر والي: د څرخ ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته به رسېدنه وشي
د لوګر والي وایي، د څرخ ولسوالۍ د اوسېدونکو اساسي ستونزې یې یادداشت کړې او له مرکزي مسوولینو سره یې شریکې کړې دي، څو د هواري لپاره یې لازم اقدامات وشي.
د لوګر والي الحاج قاري صلاحالدین ایوبي څرخ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د دې ولسوالۍ عمومي وضعیت د ډاډ وړ وباله او ویې ویل، چې د خلکو ستونزو ته رسېدنه د ولایت مقام له لومړیتوبونو څخه ده.
نوموړي د څرخ ولسوالۍ د نوې اداري ودانۍ د جوړېدو له چارو هم څارنه وکړه او ویې ویل، چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړېږي او ټاکل شوې ده، په راتلونکې یوه میاشت کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ایوبي د امنیه قوماندانۍ او ابتدائیه محکمې لپاره د نویو ودانیو د جوړولو ځانګړي شوي ځایونه هم ولیدل او د برېښنا رسولو د چارو د پر وخت او معیاري بشپړېدو سپارښتنه یې وکړه.
د لوګر والي د څرخ ولسوالۍ یوه مهمه اړتیا د خروار ولسوالۍ او غزني ولایت پر لور د اساسي سړکونو جوړول وبلل او ویې ویل، چې د دغو سړکونو مقدماتي چارې ترسره شوې او په پلان کې شامل دي؛ هڅې روانې دي، چې عملي چارې یې ژر پیل شي.



